بېجینګ: د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ د نورو خواوو ‍پر ضد او لمسون نه دي
CMG2023/05/24 10:15:49
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۲۳مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ د نورو خواوو پرخلاف نه دي او هم د نورو لاسوهنه او ګواښ نه مني.

د روسيې صدراعظم ميخايل ميشوستين د مې په ۲۳مه نېټه په شانګهای کې د چين او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ په فورم کې د ګډون په ترڅ کې وويل، چې د روسيې او چين ترمنځ د همکاريزو اړيکو لا ټينګښت به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ګټې ورسوي. ځينې لوېديځ هېوادونه ښايي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په اړه اندېښمن او ناخوښه وي او حتی د روسيې له امله نور بنديزونه ولګولي.

ماو نينګ د ياد خبر په اړه وويل، چې چين تل د برابرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د روسيې په شمول د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د اقتصاد او سوداګرۍ عادي همکارۍ کړې او له هغو کړنو سره مخالفت کوي، چې ځينو هېوادونو د نړيوالو قوانينو له بنسټ او يا د امنيت شورا له صلاحيت پرته يو اړخيز بنديزونه او د اوږدمهاله واک غوره کړی.