شي جين پينګ د مکاو د ساينس او تخنیک پوهنتون استادانو او محصلينو ته پيغام ولېږه
CMG2023/05/24 15:15:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د مې په ۲۳ مه نېټه د مکاو د ساينس او تخنیک پوهنتون هغو استادانو او محصلينو ته چې د (مکاو سيانس ۱) سپوږمکۍ د جوړولو په چارو کې یې ګډون کړی و، ځوابي پيغام واستاوه. 

(مکاو سيانس ۱) سپوږمکۍ د چين د سترې برخې او مکاو په ګډې همکارۍ جوړه شوې او د مې په ۲۱ مه د علمي څېړنې لپاره په بريالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه. د مکاو د سيانس او تخنیک پوهنتون ۱۸ هغو استادانو او محصلينو چې د دغې سپوږمکۍ د جوړولو په چارو کې يې ګډون کړی و، شي جين پينګ ته پيغام واستاوه او پکې يې د دغې سپوږمکۍ د برياليو توغولو زيری ورسره شريک کړ او د وطن د ساينسي پرمختګ لپاره يې خپله اراده او ټينګ هوډ څرګند کړ.

شي جین پینګ د دوی هڅې وستایلې او دوی ته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.