د عراق په شمال کې د کردانو د کورواکې سيمې د ترهګرۍ ضد څانګې د مې په ٢٣مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د ترکيې پوځ په همدې ورځ د عراق په شمال کې د نینوا پر ولايت هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۳ يزيدي وسله وال ووژل شول.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې پر ځايي وخت د روانې میاشتې د ۲۳مې نېټې سهار په شاوخوا ۵ بجو د ترکیې پوځ د نینوا ولایت په سنجار ښارګوټي کې د سنجار ساتندوی ځواک پر مقر برید کړی چې په پایله کې یې ۳ یزیدي وسله وال وژل شوي دي.
همدارنګه د ترکیې پوځ د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د عراق په شمال کې د سنجار ساتندوی ځواک پر مرکز هوايي برید کړی و چې ۳ تنه وسله وال یې وژلي و.