د ټیک ټاک (Tik Tok)ټولنيزې شبکې د مې په ۲۲مه نېټه د امريکا مونټانا ایالت د هغه حکم پر ضد دعوا وکړه چې له مخې يې په دغه ايالت کې د ټیک ټیک ډاونلوډ منع کېږي. ټيک ټاک دا حکم ناقانونه وباله او له محکمې څخه غوښتنه کوي چې دا حکم لغوه کړي.
ټیک ټاک د دعوې په اسنادو کې ليکلي دي چې ياد حکم د بيان ازادۍ په شمول څلورو برخو کې له اړوندو قوانینو خلاف دی.