شي جين پينګ د پولي څارنې په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د غونډې مشري وکړه
CMG2023/05/24 10:16:22
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس او د يادې مرکزي کمېټې د پولي څارنې کمېسيون مشر شي جين پينګ د مې د ۲۳مې نېټې په ماسپښين د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د پولي څارنې کمېسيون د لومړۍ غونډې مشري وکړه.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې وويل، چې پولي څارنه د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د ملي بيا سمسورتيا په نوي مزل کې مهمه دنده ده او د پولي څارنې چارې بايد د اقتصادي او پولي څارنې د دندو پر اساس د چين د کمونېست ګوند د ځاني اصلاحاتو په پياوړتيا کې ځانګړی او رغنده رول ولوبوي.