روسيې په بريالۍ توګه د پروګرېس MS-23 په نوم بار وړونکې فضايي بېړۍ توغولې
CMG2023/05/25 11:06:01
شريکول:

روسيې د مې په ۲۴مه نېټه په بريالۍ توګه د پروګرېس MS-23 په نوم بار وړونکې فضايي بېړۍ توغولې او له دې لارې يې نړيوال فضايي سټېشن ته توکي استولي دي.

د خبر له مخې،‌ ياده بار وړونکې فضايي بېړۍ نړيوال فضايي‌ سټېشن ته ۲.۵ ټنه توکي انتقال کړي، چې پکې بېلابېل تجهيزات، سوند توکي، نيتروجن، ‌اوبه، لباسونه او خوراکي توکي شامل دي.