ګوترېش له نړيوالې ټولنې څخه د عامو وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
CMG2023/05/25 10:45:56
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د مې په ۲۳مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې په شخړو کې د عامو وګړو د امنيت خوندیتوب ژمنه او د بشريت نړیوال قانون پلی کړي، څو عامه وګړي د جګړو او شخړو له امله ونه ځپل شي.

ګوترېش په همدې ورځ د امنيت شورا د خوړو د امنیت او په وسله والو شخړو کې د عامو وګړو د امنيت خوندیتوب په اړه بحث کې ويلي، چې له يوې اوږدې مودې راهيسې عامه وګړي په وسله والو شخړو کې ډېر ځپل شوي. اوس موږ بايد د دوی د امنیت د ساتنې ژمنه پلې کړو. هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې اړوند تدبيرونه ونيسي، څو عامه وګړي له وسله والو شخړو او لوږې څخه خوندي وساتل شي.

نوموړي‌ ويلي، چې تېر کال په ګڼ مېشتو سيمو کې په پېښو شويو چاودنو کې ۹۴ سلنه مرګ ژوبله عامو وګړو ته اوښتې ده. په ۲۰۲۲م کال کې په ټوله نړۍ کې له ۱۱۷ میليونو څخه زيات کسان له لوږې سره مخ وو،‌ چې عمده لامل يې جګړه او ناامني وه.