د چین او منځنۍ اسیا سرمشریزه غونډه څو ورځې مخکې د چین په شي ان ښار کې ترسره شوه، په ورته وخت کې د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډلې (G7) سرمشریزه غونډه د جاپان په هیروشما شي کې جوړه شوه.
د چین شي ان ښار د ورېښمو لرغونې لارې سرچینه ده، د جاپان هیروشما شي ښار د دوهمې نړیوالې جګړې په موده کې د اټومي بمونو لخوا سخت ویجاړ شوی او ځپل شوی ښار دی. د دغو دواړو ځایونو له انتخابېدو څخه ښکاري، چې د چین او منځنۍ اسیا د سرمشریزې غونډې عنوان سوله او همکارۍ و. خو د جي ۷ د دغې سرمشریزې فضا د جګړو او تقابل غوښتنې څخه ډکه وه.
د چین او منځنۍ اسیا په سرمشریزه غونډه کې ګډونوالو اجماع کړی چې له ننګونې سره د مقابلې لپاره به همکارۍ وکړي، یووالی او همکارۍ به ترسره کړي، خو بېلتون او تقابل به و نه کړي.
د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په یاده سرمشریزه غونډه کې وویل، نړۍ یوه باثباته، سمسورې او همغږې منځنۍ اسیا ته اړتیا لري. د چین او منځنۍ اسیا د ګډ برخلیک ټولنه به جوړه شي، اړوندې خواوې به یو له بل سره مرستې وکړي، پر ګډ پرمختګ، عمومي خوندیتوب او دایمي دوستانه اړیکو ټينګار وکړي.
له دې څخه ښکاري چې چین د مساواتو پر بنسټ د منځنۍ اسیا له ۵ هېوادونو سره تبادلې او همکارۍ وکړي، دوی د کومې درېيمې خوا پر وړاندې نه کوي.
د چین او منځنۍ اسیا یادې سرمشریزې غونډې دوه ورځې دوام درلود، ګډونوالو د چین او منځنۍ اسیا سرمشریزې د شي ان اعلامیه لاسلیک کړه او د چین- منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې د تر لاسه شویو بریالیتوبونو لیست يې هم جوړ کړی دی. ویل کېږي چې دغه سرمشریزه د څواړخیزم د عملي کولو یوه ښه نمونه ده.
بله خوا، په هیروشما شي ښار کې د جي ۷ سرمشریزه کې د تاوتریخوالي، تقابل او جنجالونو رامنځته کولو په اړه ډېرې مشورې شوې دي. جاپان د دغې سرمشریزې د کوربه په توګه وغوښتل چې د روسیې، چین او ډیموکراتیکې کوریا ضد د مبارزې لپاره د خپلې ټلوالې ۶ نورغړي هېوادونه وهڅوي. هغه په عین وخت کې غواړي چې ارام سمندر ته د فوکوشیما ذروي ککړو اوبو د ایستلو لپاره نور هېوادونه د ځان ملګري کړي.
واشنګټن په دغه سرمشریزه کې هم وغوښتل چې په دوامداره توګه اوکراین کې د جګړې پر اور تېل واچوي او له چین سره د مقابلې لپاره خپل ملګري نور وهڅوي. له دې څخه ښکاري، چې د جي ۷ ډلې مقصد د نورو پرمختګ مخنیوی دی او د دې ډلې په دننه کې د غړو ننګه او ملاتړ د هغوی ګټو ته په پام سره ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې د جي ۷ دغې سرمشریزې په موده کې ګڼ شمېر خلکو د هیروشیما شي ښار کې لاریونونه وکړل او پکې د بېلا بېلو هېوادونو وګړي هم شامل وو. دوی د جي ۷ د دې سرمشریزې ضد احتجاج څرګند کړ او پر دغې ډلې یې نیوکه وکړه چې امریکا غواړي له دې ډلې په ټوله نړۍ کې د خپلې سټراټيژۍ د عملي کولو لپاره د وسیلې په توګه کار واخلي او د سیمې وضعیت ترینګلی کړي.
د چین او منځنۍ اسیا سرمشریزه کې د څواړخیزې همکارۍ فرهنګ ډېر خپور شوی، ګډونوالو د ګډ پرمختګ او سمسورتیا په هکله اجماع درلوده. خو د جي ۷ په سرمشریزه کې د زورواکۍ ساتلو پیغامونه ښکاره شوي دي، ګډونوالو د خپلو شخصي سیاسي ګټو لپاره شومې کړنې غوره کړې دي.
د چین په شي ان ښار کې د څواړخیزې همکارۍ او ګډو ګټو موندلو لپاره فضا جوړه شوې، خو د جاپان په هیروشیما شي ښار کې د مقابلې او تاوتریخوالي د جوړولو څپه رامنځته شوې. نړیوال به د دغو دواړو سرمشریزو له مقاصدو څخه د نړۍ د پرمختګ مناسبه لار پيدا کړي.