په ملگرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د مې په ۲۴مه نېټه وويل چې د روان کال له پيل راهيسې اسرائيلو تل د يهوديانو د بېرته راستنېدو، د يهوديانو د نويو استوګنځايونو د جوړولو او مشروعيت په پار په يواړخيزو اقداماتو لاس پورې کړی دی. چين له اسرائيلو څخه غوښتنه کوي چې سمدستي همغې کړنې ودروي او د فلسطین د خلکو په ځمکو او منابعو له نيولو څخه لاس واخلي.
ګنګ شوانګ د امنيت شورا د فلسطین مسئلې په يوه علنۍ غونډه کې وويل چې په بيت المقدس کې د مذهبي مقدسو ځايونو تاريخي بڼه دې وساتل شي او ورته درناوی وشي. د اسرائیلو يو جګپوړي امنیتي چارواکي د مې په ۲۱مه د سږ کال د دویم ځل لپاره اقصی جومات ته ننوت، چې ځايي وضيعت يې بيا ترينګلی کېږي. اسرائیل باید د مذهبي مقدسو ځايونو په مسئله کې خپلې پاروونکې کړنې ودروي، د مسلمانانو مذهبي حقونه دې تامين کړي او د يادو ځايونو سوله او آرامي دې وساتي او د اردن اداري حق درناوی دې وکړي.