د اسيا پراختیایي بانک سر اقتصادپوه: چين د اسيا او ارام سمندر په ارزښتي ځنځير کې مهم رول لوبوي
CMG2023/05/25 14:41:02
شريکول:

د اسيايي پرمختګ بانک  سر اقتصادپوه په وروستيو ورځو کې وويل چې چين له نژدېو کلونو راهيسې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د انترميډېټ توليداتو په سوداګرۍ (Intermediate Products Trade )کې مخ په زياتېدونکې ونډه خپله کړې چې د اسيا او ارام سمندر په ارزښتي ځنځير کې مهم رول لوبوي.

د اسيا پراختیایي بانک په دې وروستيو کې د ٢٠۲۳ کال د اسيا د اقتصادي يووالي د بهير په اړه رپوټ خپور کړ چې پکې ويل شوي، د آسیا او آرام سمندر سیمې اقتصادي بيا رغونه په لویه کچه د چین له برکته رامنځته شوه. چين د سیمې په اقتصادي وده کې ۶۴.۲ سلنه ونډه لري او د توکو او خدماتو سوداګرۍ په زياتوالي کې په جلا جلا توګه ۳۷.۶ او ۴۴.۶ سلنه نيسي.