د ۲۰۲۳م کال د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزه د مې د ۲۴مې نېټې په شپه په بېجينګ کې تر سره شوه. د ډېرو هېوادونو سياستوالو، د مهمو نړيوالو سازمانونو، اقتصادي بنسټونو ، د سوداګرۍ هڅوونکو ارګانونو مسؤلينو، د سياست، سوداګرۍ، علم او څېړنې په برخو کې شخصيتونو او د نړۍ د لومړيو ۵۰۰ لويو تصديو مشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی دی.
د اقتصاد نړیوال فورم اجرايئه رئيس کلاوس شواب په یاده سرمشريزه کې په خپله ويډيويي وينا کې د ګډو همکاریو په تړاو مهمې څرګندونې کړې دي.
د نوي پرمختګ بانک مشره او د برازيل پخوانۍ ولسمشره ديلما روسېف په دې اند ده، چې ځينې هېوادونه يواړخیزتوب او محافظه کاري عملي کوي او غواړي له چين سره د اړیکو د پرې کولو له لارې دغه هېواد محدود او څنګ ته کړي. فکر کوم چې داسې کړنې د نړیوال کېدو عمده ګواښ جوړېدای شي.
د امریکا او چين د سوداګرۍ ملي کمېسيون مشر کرېګ ايلن په خپله وينا کې ويلي، چې له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې د امريکا او چين د سوداګرۍ کمېسيون او د چين د سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې کمېټې تل د دواړو هېوادونو له تصديو سره لنډمهالې ستونزې او لانجې حل کوي. د امريکا او چين ترمنځ سالمې او برابرې سوداګريزې اړيکې د دواړو هېوادونو لپاره ګټوړې دي. هيله ده، چې په راتلونکي کې د چین د سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې له کمېټې سره همکارۍ وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو سالم پرمختګ ته وده ورکړي.