د افغانستان د اريانا هوايي شرکت د مې په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان د پلازمېنې کابل او د چين د ارومچي ښار تر منځ يې په رسمي ډول مسافر وړونکي هوايي خدمتونه بېرته پيل کړي دي.
دغه هوايي شرکت وايي، چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ یوازینۍ بې ځنډه مسافر وړونکې الوتکه ده، چې په اونۍ کې هره چهارشنبه یو ځل الوتنه کوي او په هماغه ورځ بېرته کابل ته راستنېږي. (ژباړه: شکريه)