چين: د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته ګډه ابادي به ډېرو هېوادونو ته د ګډې سمسورتيا غوره فرصتونه برابر کړي
CMG2023/05/25 10:49:42
شريکول:

د خبر له مخې، د کمبوډيا صدراعظم هون سېن د مې په ۲۲مه نېټه ويلي، چې هېواد يې د يو کمربند او يوې لارې د همکاریو له لارې واقعي ګټې تر لاسه کړې. په دې وروستیو کې کمبوډيا د چين تر مرستو لاندې ګڼ شمېر سړکونه او پلونه جوړ کړي دي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۲۴مه نېټه په دې اړه ويلي، چې تر اوسه پورې د نړۍ له درې پر څلورمه زیاتو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کړی. د دې وړانديز د پلي کېدو په بهير کې د ګډونوالو هېوادونو لپاره ۴۲۰ زره کاري فرصتونه برابر شوي او د نورو هېوادونو اقتصادي پرمختګ هم له دې امله چټک شوی دی. چين باور لري، چې د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته ګډه ابادي به ډېرو هېوادونو ته د ګډې سمسورتيا نور او غوره فرصتونه برابر کړي.

نوموړې ويلي، چې د یو کمربند او يوې لارې وړانديز به د بېلابېلو هېوادونو تر منځ پيوستون او ګډ پرمختګ ته وده ورکړي. څنګه چې ښاغلي سون سېن ويلي،‌ چې دغه وړانديز د کوم هېواد پر ضد نه دی او د کوم هېواد د پرمختګ مخه نه نیسي، بلکې له بېلابېلو هېوادونو سره د پرمختګ مرسته کوي.