د شيځانګ په اړه دروغ د حقایقو پر وړاندې به هرومرو افشا شي
CMG2023/05/25 11:27:15
شريکول:

شيځانګ د چين د چينګ ځانګ په لوړه کې پروت دی. ترانسپورټي وضعیت د دغې سيمې د پرمختګ د ارزونې يوه ښه لاره ده. پخوا د شيځانګ سړکونه ډېر تنګ او وران وو، خو اوس په دې سيمه کې د سړک، پټلۍ، او هوايي کرښې په ګډون بشپړ ترانسپورټي سيستم جوړ شوی، کوم چې د سيمې پرمختګ نښې ګڼل کېږي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۳مه نېټه د (( ۲۰۲۳·د چين شيځانګ د پرمختګ فورم )) ته د مبارکۍ په پيغام کې دا وليکل، چې د خلکو خوښي تر ټولو ستر انساني حق دی او پرمختګ د خلکو د خوښۍ د رامنځته کولو لپاره کليدي رول لري.

د بشري حقونو خوندیتوب د سيمې پرمختګ ته پیاوړتیا ورپه برخه کړې ده. په ۲۰۲۲م کال کې د شيځانګ د کورني توليد عمومي ارزښت د ۱۹۵۱م کال په پرتله ۲۴۶.۸ چنده زيات شوی، د سيمې اوسېدونکو د عمر اوسط اټکل له ۳۵.۵ څخه ۷۲.۱۹ کلونو ته لوړ شوی، د شيځانګ له ازادېدو  مخکې، د بې سوادۍ کچه تر ۹۵ سلنې هم زياته وه، مګر اوس په دې سيمه کې بې سوادي په بنسټیز ډول له منځه وړل شوې او د ۱۵ کلونو لپاره د وړيا زده کړې سیسټم تاسیس شوی دی.

د شيځانګ پرمختګ د چين د پرمختګ پايله ده، اوسمهال د چيني شکله عصري کېدل د پرمخ بېولو په حال کې دي، شيځانګ هم د پرمختګ په نوي پړاو کې ولاړ دی. په دې سيمه کې د بشري حقونو خوندیتوب او د عامو وګړو ژوند به نور هم ښه شي، هغه دروغ چې د چين پر شيځانګ لګول شوي، د حقایقو پر وړاندې به هرومرو افشا شي. (ژباړه: شکريه)