باميانو کې د مېرمنو بازارګوټی
CRI2023/05/25 11:14:14
شريکول:

دا بازارګوټی د زرګونو کورنيو د ماښام مړۍ د پیدا کولو ځای دی او کارکوونکې یې ډېری هغې مېرمنې دي، چې د کورنۍ سرپرستي کوي.

په باميانو ولايت کې د لاسي صنايعو په دغه بازار کې نږدې ۴۰ مېرمنې هټۍ لري او بېلابېل افغاني لاسي صنايع پکې پلوري.

په دې بازار کې په مستقيم ډول ۴۰ مېرمنې دوکانونه لري او شاوخوا شپږ زره نورې مېرمنې د بامیان ولایت په بېلابېلو سیمو کې له کوره کار ورسره کوي.

 

زموږ همکار دغه بازار ته ورغلی او دا ويډيويي راپور يې پرې جوړ کړی دی.