د امريکا د سوداګرۍ وزارت د مې په ۲۵مه نېټه يو لړ تنظيمې شوې شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو درېیو مياشتو کې د دغه هېواد د کورني توليد عمومي ارزښت (GDP) د زياتوالي انډول په سلو کې يو اعشاريه درې تازه شوی دی. دغه رقم د لومړي ځل اټکل په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه دوه لوړوالی ښیي.
د دې تر څنګ، د تېر کال په څلورمه ربع کې د امریکا د اقتصادي زیاتوالي اخري انډول په دوه اعشاريه شپږ سلنه ټاکل شوی دی.