د چین او امریکې د سوداګرۍ وزیران به سره وګوري
CMG2023/05/26 14:58:02
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت ویاندې شو یو تینګ د مې په ۲۵مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د چین او منځنۍ اسیا سرمشریزه په تېره اوونۍ کې د چین په شي ان ښار کې ترسره شوه. په دغه سرمشریزه کې یو لړ مهم اقتصادي او سوداګریز بریالیتوبونه تر لاسه شول. د چین د سوداګرۍ وزارت د منځنۍ اسیا د هېوادونو له اقتصادي او سوداګریزو وزارتونو سره د وزیرانو غونډې میکانیزم جوړ کړ او د خپلمنځي اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د نور ټينګښت، د ډیجیټلي سوداګرۍ، بنسټيزو تاسیساتو او پروژو د جوړونې په برخو کې يې څواړخیز همکاریز تړونونه لاسلیک کړل. له دې څخه ښکاري، چې اړوندې خواوې د چین او منځنۍ اسیا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره ټينګ هوډ لري.

مېرمن شو یو تینګ وویل، موږ به د چین تصدۍ وهڅوو، چې په منځنۍ اسیا کې پانګونې وکړي، د منځنۍ اسیا هېوادونو د تصدیو ملاتړ کوو، چې د چین په انلاین سوداګریزو ډګرونو کې برخه ولري او همداراز د چین بازار ته د دوی باکیفیته تولیداتو د ننوتلو هرکلی کوو. چین به د څواړخیز نظام په پلي کولو سره د سوداګرۍ نړیوال سازمان په چوکاټ کې له قزاقستان، قرغېزستان او تاجکستان سره همکارۍ نورې ټينګې کړي او په دغه سازمان کې د ترکمنستان او ازبکستان د غړیتوب ګټل به وهڅوي.

د روسیې لومړي وزیرMikhail Mishustin میخیل میشوسټین څو ورځې مخکې چین ته سفر وکړ او د دغه د سفر په ترڅ کې د چین او روسیې ترمنځ د سوداګریزو چارو فورم په شانګهای ښار کې ترسره شو. د دواړو هېوادونو تصدیو په دغه فورم کې ګډون  وکړ او اغېزناک بریالیتوب يې تر لاسه  کړی دی.

مېرمن شو یو تینګ وویل، د چین د سوداګرۍ وزارت د روسیې د اقتصادي پرمختګ له وزارت سره د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ د ژورتیا د تفاهم يادښت لاسلیک کړ. دواړو خواوو موافقه کړې، چې د  ګرځندوی، سپورټ، حمل و نقل او طبي چارو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ نورې پياوړې کړي.

د جي ۷ ډلې سرمشریزه غونډه هم په دې وروستیو ورځو کې ترسره شوه او ګډونوالو يې له چین سره د سوداګریزو اړیکو په اړه یو لړ څرګندونې وکړې.

مېرمن شو یو تینګ په دې هکله تمه وښوده، چې د جي ۷ ډلې غړي هېوادونه به هغه څرګندونې عملي کړي، چې له چین سره به سوداګریزې اړیکې پرې نه کړي، هغې کړنې به نه غوره  کوي، چې د دغه پيغام د خپرولو په وخت کې د چین پر سوداګرۍ او پانګونې بندیزونه لګوي او د چین د پرمختګ مخنیوی کوي.

نوموړې په اشارې سره وویل، چین تل د عادلانه رویې په لرلو سره نړۍ ته ثابت عوامل او د نړیوال اقتصاد د سمسورتیا لپاره نوی حیاتي ځواک برابروي. چین نړۍ ته د همکارۍ فرصتونه برابروي، نه تقابل یا ننګونې. چین د ګردې نړۍ د تولید او عرضې ځنځيرونو د ثابتولو مهم ځواک په توګه، ورخلاصون او پرانیستې تګلارې نورې پياوړې کړي، له باور وړ همکارانو سره به نورې ژورې همکارۍ وکړي.

دغه راز مېرمن شو یو تینګ په یاده خبري ناسته کې د چین او امریکې د سوداګرۍ وزیرانو د ملاقات په اړه خبر ورکړ، چې د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو به د مې په ۲۵مه او ۲۶مه په امریکا کې د اپیک د سوداګرۍ وزیرانو په غونډه کې  ګډون وکړي او په دې ترڅ کې به د امریکې د سوداګرۍ له وزیرې Gina Raimondo ګینا ریموندو او د سوداګرۍ له استازي کیټسرینی تای سره خبرې اترې وکړي. دواړه خواوې به د چین او امریکې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په هکله د نظریو تبادلې وکړي.

د یو بل خبر  له مخې، د جرمني یوې اقتصادي څېړنیزې ادارې په دې وروستیو ورځو کې شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې که څه هم نړیوال اقتصادي چاپېریال مخ په سختېدو دی، خو په چین کې د جرمني غیر پولي پانګونې په پر له پسې  ډول زیاتې شوي دي.