د خبر له مخې، ځينو لوېديځو هېوادونو او د امريکا مایکروسافټ (Microsoft) شرکت د مې په ۲۴مه د يو راپور په خپرولو سره وویل، چې د چيني هېکرانو يوې ډلې په دې وروستيو کې د امريکا پر بېلابېلو کليدي بنسټيزو تأسيساتو بريد کړی.
د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د مې په ۲۵مه وویل، چې امريکا د پنځو سترګو اتحاد (Five Eyes Alliance) په مشرۍ د خپلې جغرافيايي سیاسي موخې په پار داسې جعلي معلومات خپاره کړي دي. هر څومره چې امريکا خپل چلن بدلوي، دا واقعيتونه نه نشي بدلېدای، چې امريکا د هېکرانو امپراطوري ده.
نوموړې ياد راپور غير مسلکي وباله او و يې ويل، چې په عین وخت کې د امريکا د امنيت ملي ادارې په شمول حکومتي ارګانونو او د بريتانيا، استراليا، کاناډا او نوی زيلاند اړوندو ارګانونو ورته راپورونه خپاره کړل.