شي جين پينګ د ۲۰۲۳م کال د جونګ ګوان څون فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/05/26 10:58:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۵مه د ۲۰۲۳م کال د جونګ ګوان څون فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

نوموړي په ياد پيغام کې ويلي،‌ چې اوس د ټېکنالوژۍ او صنايعو نوی بدلون ډېر چټک او زيات دی، که انسانان غواړي ګډ پرمختګ ومومي، نو تر پخوا به نړیوالو همکاريو، ورخلاصون او شریک ته نوره اړتيا ولري.

ده زیاته کړه، چې هېواد يې د متقابلې ګټې لرونکي ورخلاصون پر تګلاره ټينګار کوي او غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د ټېکنالوژۍ نوښت پياوړی کړي او د ټیکنالوژۍ له لارې ټولو خلکو ته ګټې ورسوي.

د ۲۰۲۳م کال د جونګ ګوان څون فورم د چین د سيانس او ټېکنالوژۍ وزارت، د پرمختګ او اصلاحاتو ملي  کمېټې، د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت، د دولتي شورا د دولتي سرمايو د څار او ادارې  کمېټې، د دغه هېواد د ساينس اکاډمۍ،‌ د انجنيرۍ اکاډمۍ، د ساينس او تخنیک ملي ټولنې او د بېجينګ ښاروالۍ لخوا جوړ شوی او د مې په ۲۵مه په بېجينګ کې پرانيستل شوی دی.