چين : نړيواله ټولنه دې د افريقايي ښکر په نوم له سيمې سره بشري مرستې زياتې کړي
CMG2023/05/26 14:53:31
شريکول:

په م م کې  د چين پلاوي مختار وزير وانګ هونګ بو د مې په ۲۴مه له افريقايي ښکر (Horn of Africa)سيمې سره د بشريمرستو په اړه يوه لوړ پوړې غونډه کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې له دې سيمې سره د لا زياتې بشري مرستې وکړي او د اوکراین کړکیچ او اړوندو بنديزونو په اثر د افريقا د خوړو پر برابرولو منفي اغېزه کمه کړي.

وانګ هونګ بو وويل، چې د افريقايي ښکر سيمې هيوادونه له دې وروستيو کلونو راهيسې له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي، لکه کرونا وبا، سوله او امنيت، سختې اقليمي پېښې، طبيعي ناورينونه او د غلودانو کمښت بشري حالت يې خورا پېچلی او سخت ښکاري. د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ چارو د همغږۍ ادارې تر مشرۍ لاندې، که څه هم نړیوالې ټولنې يادو هیوادونو ته د بشري مرستو لپاره مختلف تدبیرونه نیولي دي، خو بشري پانګې يې لاهم په جدي توګه ناکافي دي. هيله ده، چې نړيواله ټولنه له دغې غونډې وروسته د افريقايي ښکر سيمې بشري اړتياوو ته لا زياته پاملرنه وکړي، د دې سيمې له هېوادونو سره اغېزمن، پر وخت او کافي ملاتړ او مرستې برابرې کړي. دغه راز د دې هېوادونو د اړتياوو له مخې د لنډ مهاله مرستو او د اوږدمهاله پراختیایي هڅو سره يو ځای شي، څو ستونزې له بيخ نه له منځه یووړل شي.