د بوليويا د بهرنيو چارو وزیر لویس البرتو ارسی کتاکورا (Luis Alberto Arce Catacora) د مې په ۲۴مه وويل، چې د چين لخوا د نړۍ د پرمختګ، د نړيوال امنيت او تمدن وړانديزونه د ټولو هېوادونو د خلکو د ګډ پرمختګ او سمسورتيا په تر لاسه کولو، د لوړ کيفيت عملي همکارۍ د پياوړتيا او د متقابل کلتوري تګ را تګ لپاره نه بدلېدونکی رول لوبولی دی.
ارسی د ۲۰۲۳م کال د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې سرمشريزې په پرانیستونکو مراسمو کې یادې څرګندونې وکړې. هغه وويل، چې د چين پرمختګ د لاتينې امريکا د هېوادونو د اقتصاد د دوامدار او ثابت ډېروالي، د پرمختګ فرصتونو د زياتوالي او د لاتيني امريکا د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره فعال خدمتونه کوي.