د بېلاروس د صدر اعظم لومړي مرستيال نيکولی سنوپکوف د مې په ۲۴مه پارلمان ته په وينا کې وويل، چې بېلاروس پلان لري د ۲۰۲۳ کال تر پايه د اروپا او اسيا د سوداګريزې اتحاديې له نورو هېوادونو سره په سوداګريزو حسابونو کې د امريکايي ډالرو او يورو له کارولو څخه لاس واخلي.
سنوپکوف دې ته اشاره وکړه، چې د لوېدیځو هيوادونو لخوا بندیزونه د دې سبب شول، چې په حسابونو کې ستونزې راوړي، نو اوس د بیلاروس په سوداګریزو حسابونو کې د امریکایی ډالرو او یورو د کارول کمیدو ته دوام ورکوي.
ده زیاته کړه، چې بیلاروس پلان لري په ۲۰۲۳م کې د اروپا او اسيا د سوداګريزې اتحاديې له نورو هېوادونو سره په سوداګريزو حسابونو کې د امريکايي ډالرو او يورو کارول پریږدي، چې ټوله اندازه یې شاوخوا ۸ سلنه ده.