د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان د مې په ۲۵مه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې وویل، چې ارمنستان او اذربايجان د متقابلو خاورو د بشپړتيا د منلو په اړه موافقه کړې ده.
د روسيې د رسنيو د خبر له مخې، نيکول پاشينيان په همدې ورځ د اروپا او اسيا عالي اقتصادي کمېټې په پراختیایي غونډه کې وویل، چې ارمنستان او اذربايجان د متقابلو خاورو د بشپړتيا د منلو په اړه موافقه کړې او پر دې بنسټ دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو د همغږۍ په برخه کې ښه پرمختګ کړی دی. د دې تر څنګ، نوموړي د نړيوال ميکانيزم په چوکاټ کې د ناګورنو قره باغ په لانجمنه سيمه کې د اوسېدونکو د حقونو او امنيت په اړه مسئلې هم يادې کړې.
د اذربايجان ولسمشر الهام هېيدار وګلو اليېف په همدې ورځ وویل، چې هېواد يې له ارمنستان څخه د خاورو غوښتنه نه لري. دا چې ارمنستان د ناګورنو قره باغ سيمه د اذربايجان په یوه برخه منلې، نو ښايي چې د اذربايجان او ارمنستان ترمنځ د سولې تړون جوړ شي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو عادي کېدو لپاره ډېر مهم ګام دی، چې د متقابلو خاورو بشپړتیا مني.