روسيه: پر خپلې خاورې بريدونه ته به کلک ځواب ورکړي
CMG2023/05/26 15:01:21
شريکول:

د روسيې د دفاع وزير سيرګې شويګو د مې په ۲۴مه د دې هيواد د دفاع  وزرات په غونډه کې وويل، روسيه به په بېلګراد ايالت کې د اوکراين بريدونو ته چټک او سخت غبرګون  وښیي.

شویګو وویل، چې د روانې میاشتې په ۲۲مه د اوکراین وسله والو ځواکونو د روسیې د بېلګراد ايالت د کوزینکا پر یوې پوستې برید وکړ. د روسیې ځواکونو هغوی محاصره او مات کړل ، پاتې وسله وال اوکراین ته ستانه شول. په ټولیزه توګه تر ٧٠ زيات کسان يې ووژل، ځينې موټرونه او زغروال ګاډي يې ويجاړ کړي دي.

شویګو زياته کړه، چې روسیه به د اوکراین همدا ډول بریدونو ته چټک او خورا کلک ځوابونه ورکړي. د اوکراين د دفاع وزارت د استخباراتو عمومي رياست مشر بودانوف  د روانې مياشتې په ۲۴مه په ټولنيزو رسنيو کې وويل، چې د اوکراين پوځ کافي عسکر او وسلې راټولې کړي او د اشغال شويو ځمکو د بېرته نيولو عمليات به ډېر ژر پيل شي.