سعودي عربستان: له چين سره په ډېرو برخو کې د ګډو ګټو د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي
CMG2023/05/26 11:09:24
شريکول:

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير واليد الخيريجي څو ورځې مخکې  وویل، چې د سعودي عربستان او چين راتلونکي پرمختيايي پلانونه ډېر ورته دي، اوس دواړه خواوې په دې هڅه کې دي، چې همغږي  ډېره او په نورو برخو کې ګډې ګټې تر لاسه کړي.

نوموړي ويلي،‌ چې چين د نړيوال سياست او اقتصاد په برخو کې اغېزمن هېواد دی. سعودي عربستان او چين ښې اړيکې لري او په دوه اړخيزو او څو اړخيزو برخو کې يې همغږي ساتلې ده دواړه هېوادونه د نړيوالې سولې او امنیت د خوندیتوب لپاره هڅه کوي. 

نوموړي په عین وخت کې زياته کړې، چې چين د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د ډيالوګ لپاره پل جوړ کړی. سعودي عربستان هيله لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقې پر بنسټ له ايران سره د اړيکو  نوی  باب پرانيزي او د دې سيمې پرمختګ او سمسورتيا پياوړې کړي.