د چین او کانګو(کېنشاسا) مشرانو سره وکتل
CMG2023/05/27 12:56:08
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۶مه په بېجينګ کې د کانګو(کېنشاسا) له ولسمشر فېليکس تشيسېکېدي سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو اعلان  وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په هراړخیزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو بدلوي.

شي جين پينګ په يادو خبرواترو کې  وویل، چې په دې وروستيو کلونو کې دواړو خواوو د بېلابېلو برخو په همکاريو کې ډېر زیات بریاليتوبونه تر لاسه کړي. چين په تېرو مسلسلو کلونو کې د کانګو(کېنشاسا) تر ټولو لوی سوداګريز ملګری او د بهرنيو پانګو تر ټولو لويه سرچينه ګرځېدلې. دواړو خواوو د ګډو ګټو او ګډ برخليک ټولنې کې پيوستون  موندلی دی. د چيني شکله عصري کېدو له بريالۍ تجربې څخه دا ښکاریږي، چې پرمختيايي هېوادونه داسې حق او توان لري، چې د خپل ملي حالت له مخې د عصري کېدو مناسبه لاره موندلی شي.

نوموړي دې ته اشاره  وکړه،‌ چې چين غواړي د پخوا په شان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې له کانګو(کېنشاسا) سره مرستې وکړي، د دې هېواد د صنعتي کېدو د ستراتيژۍ ملاتړ وکړي، د انرژۍ، معدن،‌ زراعت،‌ تأسيساتو او توليدي صنايعو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي کړي، د ډيجیټلي اقتصاد، تعلیم او روغتیا په برخو کې د همکاریو پټ فرصتونه پيدا کړي او غواړي دغه هېواد ته د زراعتي کارپوهانو ډلې  ولیږي. چين غواړي په څواړخیزو چارو کې له کانګو(کېنشاسا) سره همغږي او همکارۍ پياوړې کړي، څو ريښتنی څواړخيزتوب پلي کړي او نړیوال  عدالت خوندي کړي.

فېليکس تشيسېکېدي  وویل، چې کانګو(کېنشاسا) غواړي له چين سره د اقتصاد،‌ منابعو، بنسټيزو تأسيساتو او طب په اړه همکارۍ ژورې کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پراخې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

له يادو خبرو اترو وروسته، د دواړو مشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو د پانګونې، زرغون اقتصاد او ډيجیټلي اقتصاد په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو تړونونه لاسليک  شول.

دغه راز دواړو خواوو د چين او کانګو(کېنشاسا) د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړيکو د جوړېدو ګډه اعلامیه هم خپره  کړه.