د چين د بازار د څارنې د دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳م کال د مارچ تر پايه پورې، په دغه هېواد کې د ثبت شويو بهرنيو تصدیو شمېر ۶۷۵ زرو ته رسېدلی دی.
د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ ربع کې په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول د تدبيرونو په اصلاح کېدو سره، نړيوال سوداګريز فعاليتونه په چټکه توګه عادي شوي او د نويو جوړ شويو بهرنيو تصدیو شمېر مخ په زياتېدو دی.
د شمېرو له مخې، د سږکال په لومړۍ ربع کې د نویو جوړو شويو بهرنيو تصديو شمېر ۱۱ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۶ سلنه زيات شوی دی. ياد شمېر د کرونا وبا له پېښېدو مخکې شمېر سره نژدې دی.
د چين د بازار د څارنې د دولتي ادارې مسئول وويل، چې د نويو جوړ شويو بهرنیو تصديو شمېر مخ په زياتېدو دی او له دې څخه ښکاریږي ، چې بهرنۍ پانګې د چين د اقتصاد د راتلونکي په اړه باور لري.