له چین سره د همکاريزو اړيکو پرېکون ریښتنی خطر دی
CMG2023/05/27 14:49:48
شريکول:

د استرالیا د فورټسکیو فلزي ګروپ د راتلونکي صنعت شرکت لومړي اجرائيوي مشر هچینسن په دې وروستیو کې د یوې مرکې په  ترڅ کې  ویلي، "موږ پلان لرو، چې له چيني شرکتونو سره د بيا کارېدونکې انرژۍ تجهیزاتو د تولید لپاره همکاري وکړو. د چین د اتوماتیک تولیدي ټېکنالوژي پياوړې او د حيرانتيا وړ ده. 

په دې وروستيو کې په چين کې د يو شمېر بهرنيو سوداګريزو ټولنو له خوا خپاره شوي راپورونو په بشپړه توګه ثابته کړې، چې ډېر بهرني شرکتونه د استرالیا د یاد شرکت په څېر د چین په اړه خوشبین دي. د بېلګې په توګه، په چين کې د امريکا د سوداګرۍ ټولنې يوې سروې ښودلې، چې په چين کې ۶۶ سلنه امريکايي شرکتونو ويلي، چې دوی به په راتلونکو دوو کلونو کې په چين کې پانګونه وساتي او يا به یې زياته کړي. په چين کې د اروپايي ټولنې سوداګریزې ټولنې د راپور په خپرولو سره ويلي، چې د يوې سروۍ ۶۰ سلنه ګډون کوونکو شرکتونو وویل، په راتلونکو ۵ کلونو کې به د څېړنو او پرمختګ لپاره په چین کې خپل لګښتونه زيات کړي. په چین کې د استرالیا سوداګریزې ټولنې سروې ښودلې، چې له۶۰ سلنې څخه ډېر استرالیايي شرکتونه چین په نړۍ کې د پانګونې ۳ غوره ځایونو کې يو بولي.

دا هم تشریح کوي، چې ولې په چین کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې لوړې شوې دي. د روان کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې په چين کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې څه نا څه ٥٠٠ ميليارډه يوانه وې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲،۲ سلنه زياتوالی  ښيي. په دې جمله کې، د فرانسې، بريتانيا او کوریا جمهوريت لخوا په چین کې ریښتینې پانګونې په چټکۍ سره وده کړې. د جرمني د هیریوس ګروپ مشر جن رينیرت وویل، چیني بازار زموږ لپاره ډېر مهم دی. د دې شرکت د پانګونې نژدې ۱۰ پروژې په چین کې پرمخ ځي. 

د يادونې وړ ده، چې بهرنيو شرکتونو نه یوازې په چين کې پلورنځي يا فابريکې جوړې کړي، بلکې لا زیات بهرني شرکتونه په چين کې د څېړنو او پرمختګ خپل مرکزونه جوړوي. دا لامل څه دی؟ د ځینو څېړونکو په اند، د بازار امکانات، د ګټو فضا، د نوښت چاپېریال او د چین اړوندې پالیسۍ د بهرنيو شرکتونو د پانګونې لپاره مهم  فکتورونه دي.

په تېرو ۳ کلونو کې، د کرونا وبا او د نړیوالې جیوپولیټیکې ګډوډۍ له امله نړیوال اقتصاد د ځپلو په حال کې دی، خو د چین د پرمختګ چاپېریال ثابت دی او د چین اقتصاد په ثابت ډول پرمختګ کړی دی. په چین کې له ۱،۴ میلیارډو څخه ډېر نفوس او له ۴۰۰ میلیونو څخه ډېر منځنی عاید لرونکي کسان شتون لري، دا لوی بازار د بهرنۍ پانګونې لپاره ډېر د جذب وړ دی. د ملګرو ملتونو لخوا په تازه خپور شوي راپور کې د چین د اقتصادي ودې وړاندوینه سږ کال له ۴،۸ سلنې څخه ۵،۳ سلنې ته لوړه شوې ده. نړيوال پولي صندوق وړاندوينه کوي، چې سږ کال به په نړيواله اقتصادي وده کې د چين ونډه ۳۴،۹ سلنې ته ورسېږي. د بهرنیو تصدیو لپاره، چين د لوړ کیفیت د پرمختګپه حال کې دی او د چين لوی بازار باید له لاسه ورنه کړل شي.

د بازار قاعدې ښیي، چې هغه ځای چې کولی شي ګټې راوړي، د تصدۍ طبیعي انتخاب دی. د حیرانتیا وړ خبره نده، چې د جرمني د سیمنز شرکت اجرائیوي مشر رولانډ بوش وویل، چې نه یوازې په چین کې د خپل بازار د ساتنې لپاره اړینه ده، بلکې په چين کې د خپلو کار وبارو لا پراخوالی هم اړین دی. باور دی، چې چين به د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ښه انتخاب پاتې شي. دلیل یې دا دی، لکه څنګه چې بهرنیو رسنیو ویلي، که تاسو یو سرسبزه او زرغون ځنګل ولرئ، په طبیعي توګه به لویې ونې هلته وده وکړي.