چين: د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د ناټو ننوتنه به د دې سيمې سوله او ثبات خراب کړي
CMG2023/05/27 14:36:08
شريکول:

د خبر له مخې، د جاپان لومړی وزير فوميو کيشيدا اوس  پلان لري،  چې په جولای کې به په ليتوانيا کې د ناټو په سرمشريزه کې ګډون وکړي، د ناټو له سرمنشي سره به دوه اړخيزې خبرې اترې وکړي او په روانې مياشتې کې په توکیو کې د نماينده ادارې د جوړولو په اړه به يې بحث کړی.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۲۶مه يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل، چې هېواد يې  دې مسئلې ته جدي پام کوي. د اسيا او ارام سمندر سيمه په شمال اتلانتيک سمندر سيمه کې نه ده، د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د ناټو ننوتنه به د دې سيمې سوله او ثبات خراب کړي.

ماو نينګ زیاته کړه، چې هېواد يې په دې نظر دی، چې د هېوادونو ترمنځ اړيکې بايد د نړۍ د سولې او ثبات لپاره ګټورې وي او د نورو هېوادونو ګټې دې خرابې نه کړي. د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د ناټو ننوتنه به سیمه ييز سولې او ثبات ته زيان ورسوي. د دې سيمې هېوادونه او خلک په دې اړه  ډېر بيدار دي او د هرې پوځي ډلې له بېلتون غوښتونکو خبرو او کړنو سره کلک مخالفت کوي.