د ۲۰۲۳م کال لپاره د چين د لويې ډېتا د صنعتي چارو نړيوال نندارتون د مې په ۲۶مه د ګوی جو ولايت په مرکز ګوی يانګ ښار کې پرانيستل شو او تر ۳ ورځو پورې به دوام ولري.په دغه نندارتون کې ۳۲۸ چيني او بهرنۍ تصدۍ ګډون لري.
د نوموړي نندارتون پر مهال به (( د اې ای لوی موډلونه )) او (( د ډيجټالي اقتصاد نوښت او سمسورتيا )) په شمول تر بېلا بېلو عنوانونو لاندې د لوړ پوړي ډيالوګ ۷ غونډې او ۲۱ مسلکي فورمونه تر سره شي.
همداراز د یاد نندارتون په ترڅ کې به د ساينس او ټېکنالوژۍ له ۳۵۷ لاسته راوړنو څخه د ۲۰ پياوړي نوښتونو نوملړ خپور کړي او د ډيجیټالي صنعت څلور سيالۍ او د سوداګيزو خبرو اترو يو لړ فعاليتونه به جوړ شي.
د چين د لويې ډيتا د صنعتي چارو نړيوال نندارتون په نړۍ کې د لويې ډېتا لومړی نړيوال نندارتون بلل کيږي، چې لومړی نندارتون يې په ۲۰۱۵م کال کې جوړ شو.