په بېجينګ کې د پانګونې سرمشريزه جوړه شوه
CMG2023/05/27 15:01:34
شريکول:

په بېجينګ کې د پانګونې سرمشريزه د مې په ۲۶مه په بېجينګ کې  جوړه شوه. په دغه غونډه کې بېجينګ ته د پانګونې تر عنوان لاندې د معلوماتو د ورپېژندنې، د تجربو د شريکولو، د تازه خبرونو د خپرولو او د لويو پروژو د تړونونو د لاسليک په شمول، برخې شاملې وې. په دغه سرمشريزه کې د ۳۹ لويو پروژو تړونونه لاسليک  شول، چې عمومي ارزښت يې ۸ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

په دغه مشريزه کې د ۲۰ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د معلوماتي ټېکنالوژۍ، طب او روغتيا، د ځیرکو تجهيزاتو او ماشينونو د توليد، اې ای او زرغونې انرژۍ په شمول د زياتو برخو د ۱۵۲ پروژو معلومات خپاره  شول.

یاده سرمشريزه د ۲۰۲۳م کال لپاره په چين کې د پانګونې په نوم د فعاليت يوه برخه ده او په لومړي ځل د جونګ ګوان څون فورم د جوړېدو پر مهال تر سره شوه.