د ايريتريا ولسمشر ايساياس افيويرکي له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه
CMG2023/05/27 14:58:46
شريکول:

د ايريتريا ولسمشر د مې په ۱۶مه له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې په بېجينګ کې له چين ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه.

نوموړي په دغه مرکه کې وويل، چې په کور دننه او نړۍ کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه د نړۍ د بېلا بېلو سيمو د خلکو لپاره ارزښتناک دي. انسانان نوې پېړۍ او نوې زمانې ته د پرمختګ په حال کې دي اوهمکاري د زمانې عمده جريان بلل کيږي. هېڅ هېواد او ملت له متقابلې بشپړتيا او يووالي پرته ژوند نه شي کولی. د چين هڅې او د نړۍ د اصلاحاتو لپاره د چين خدمتونه د يووالي د  مفکورې پر اساس شوي دي.

ايساياس د پورونو د لومې په اړه د يو کمربند او يوې لارې پر پېشنهاد بې ځايه تور رد کړ او و يې ويل، هغه وګړي، چې پر چين د پورونو د لومې د جوړولو تور لګولی، يوازې غواړي د چين برياليتوبونه بدنام کړي او يا د افريقا او چين ترمنځ يووالی ويجاړ کړي. هغه زياته کړه، چې د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ د افريقا اقتصادي پرمختګ هڅولی. د نړۍ باداري غوښتونکي ځواکونه د چين او افريقا ترمنځ د نژدې همکارۍ او يووالي په اړه اندېښمن دي.

ايساياس څه باندې ۵۰ کاله مخکې په چين کې د ۲ کلونو د زده کړو تجربه  لري. نوموړي وويل، له دغې تجربې څخه يې الهام تر لاسه کړی، چې خلکو ته ژمنه د حکومتولۍ لپاره ډېره مهمه  ده. د چين مشران او د چين د کمونېست ګوند تل د خلکو د ژوند د ښه والي په هڅه کې دي او چينايان اصلاحات مومي او د دې له لارې چين د عصري کېدو په بهير کې پرمختګ کړی دی. د چين تجربې د نړۍ د بېلا بېلو سيمو لپاره بريالۍ نمونه ده او د نړۍ زيات ځوانان يې  هڅولي دي.