د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د مې په ۲۶مه د امريکا په ديترويت ښار کې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د سوداګرۍ وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ او په ترڅ کې یې د امريکا د سوداګريزو چارو له استازې کاسېرين تای سره يې وکتل.
دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو او سيمه ييزو او څو اړخيزو مسئلو په اړه ژورې تبادلې کړې. وانګ ون تاو د چين پر وړاندې د امريکا د پاليسۍ، په اقتصادي برخه کې د تايوان مسئلې، د هند او ارام سمندر د اقتصادي چوکاټ او د ۳۰۱ ګمرکي ماليې په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دواړو خواوو موافقه وکړه، چې خبرو اترو ته دوام ورکړي.