ټاکل شوې چې د پوهنتونونو د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالې سپورټي لوبې د جولای په ۲۸مه نېټه د چین د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې پيل شي.
دا درېيم ځل دی، چې چین د پوهنتونونو د محصلينو د سپورټي لوبو کوربه توب کوي.
تر ۲۰۲۱م کال پورې د یادو سپورټي لوبو لپاره په چنګ دو ښار کې ۱۳ نوي ډګرونه جوړ شوي او ۳۶ ډګرونه ترمیم شوي دي.
ټول سپورټي میدانونه د نړیوالو پوهنتونونو د سپورټي فيډرېشن (FISU) لخوا ازمويل شوي او د نړیوالو لوبو لپاره معیاري بلل شوي دي.
په چنګ دو کې د پوهنتونونو د محصلينو د سپورټي لوبو لپاره عمومي ډګر دونګ ان هو سپورټي باغ
فنګ هوانګ شان سپورټي باغ
د ګاو شين سپورټي مرکز سپورټي ډګر
د جيان يانګ کلتوري او سپورټي مرکز سپورټي ډګر