د APEC د سوداګرۍ د وزيرانو غونډه پای ته ورسېده
CMG2023/05/28 10:53:27
شريکول:

د APEC د سوداګرۍ وزیرانو د مې په ۲۶ مه نېټه دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله او ژمنه یې وکړه چې د چاپېریال، د خوړو خوندیتوب او د نړیوالې وبا د اغېزو په برخو کې به په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي.

د غونډې په پای کې د مشرتابه په اعلاميه کې يو ځل بيا ټينګار وشو چې د سوداګرۍ او پانګونې د آزادې، پرانيستې، عادلانه، شفافې، ټول شمولې او مخکې اټکل کېدونکي چاپېريال د برابرولو لپاره به هڅه وکړي او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په مرکزیت به د څو اړخيز سوداګريز سيستم ملاتړ وکړي.

د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د يوه پلاوي په مشرۍ په یاده غونډه کې ګډون وکړ او د څو اړخيز سوداګريز نظام د ملاتړ او د دوامدارې او ټولشموله سوداګرۍ د پرمختګ په اړه يې د چين دريځ څرګند کړ.

وانګ ون تاو وويل، چين د APEC پر اقتصادونو غږ کوي چې په پر له پسې توګه دې د پرانيستي سيمه ييزېزم ملاتړ وکړي، د سيمه ييز اقتصادي پيوستون بهير دې پرمخبوزي، د سوداګرۍ او پانګونې همکارۍ دې لا ژورې کړي او د سيمه ييزو صنعتي او اکمالاتي د مدغم پرمختګ له لارې رامنځته شوي فرصتونه او ګټې دې شريکې کړي.