په ماليزيا کې د لومړي ځل لپاره «په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې د زده کړې پوښتنې او ځوابونه » د خپرېدو مراسم جوړ شول
CMG2023/05/28 15:05:12
شريکول:

« په نوې زمانې کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې د زده کړې پوښتنې او ځوابونه » د انګليسي بڼې د لومړي خپرېدو مراسم د مې په ۲۷مه نېټه د ماليزيا په کوالالامپور کې د کتابونو نړيوال نندارتون کې تر سره شوي. چين د دې نندارتون عمده مېلمه هېواد دی.

ياد کتاب د نړۍ د انګليسي ژبې ویونکي هېوادونو لپاره خپرېږي، نړيواله ټولنه د دې کتاب له لارې په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکورې پېژندلی شي او د نيکمرغې نړۍ د ابادۍ لپاره د چين د کمونېست ګوند هڅې معلومېدای شي.

د ماليزيا د سیاست، علومو، مطبوعاتو او نشراتو په برخو کې مشهورو شخصيتونو او د فکري مرکزونو استازو د یاد کتاب د لومړي خپرېدو په مراسمو کې ګډون کړی.