د ټکنالوژیکي نوښت په برخه کې نړیوالو ته د ګټو رسولو لپاره د چین هڅې
CMG2023/05/28 13:45:04
شريکول:

” چين د ګډو ګټو په بڼه د ورخلاصون پر ستراتيژۍ ټينګار کوي او هيله لري چې له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای علمي او ټېکنالوژيکي نوښت وهڅوي او د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ له لارې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته د ګټو د رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي.  “  

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۵مه نېټه د ۲۰۲۳م کال جونګ ګوان څون فورم ته د مبارکۍ په پېغام کې يادې څرګندونې وکړې او دا يې روښانه کړې، چې د انسانانو د پرمختګ د ګډو ستونزو پر وړاندې نړيوالې همکارۍ او ورخلاصون د پخوا په پرتله ډېر اړين دی. دې څرګندونو په دې اړه د چين  ټينګه اراده ښودلې، چې چين له بېلا بېلو هېوادونو سره د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې فعال همکار دی او هڅه کوي، چې لا زيات هېوادونه او خلک د ساينسي ټېکنالوژيکي نوښت له لاسته راوړنو څخه ګټې اخيستلی شي.

جونګ ګوان څون فورم د نړۍ د پرمختللو ساينسي، ټېکنالوژيکي او نړيوال پرمختګ پر تودو مسئلو متمرکز دی او د ساينسي ټېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې د نړيوالې تبادلې او همکارۍ مهم ډګر بلل کيږي. دغه فورم له جوړېدو راهيسې لس کلن مزل تېر کړی دی. سږکال په دې فورم کې د نړۍ د څه باندې ۸۰ هېوادونو او سيمو مېلمانه او د نږدې ۲۰۰ بهرنيو حکومتي ادارو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون لري او ۱۲۰ د لومړۍ کچې کارپوهان به په فورم کې ويناوې وکړي.

چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د دولتي پرمختګ په عمومي نقشه کې د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښت ته مرکزي ځای ورکړی او په دې برخه کې يې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په ۲۰۱۲م کال کې په چين کې د علمي او ټېکنالوژيکو څېړنو عمومي لګښت يو زر ميليارډ يوانه و او دغه رقم په ۲۰۲۲م کال کې درې زره او نوي ميليارډو يوانو ته لوړ شوی او په دغه هېواد کې د علمي څېړونکو عمومي شمېر د نړۍ لومړی مقام نيولی دی. دغه راز د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښت د چين د لوړ کيفيت اقتصادي پرمختګ، د عمومي دولتي ځواک د پياوړتيا او په نړۍ کې د سيالۍ توان د لوړوالي مهم لامل ګرځيدلی دی.

چين تل د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې د نړيوالو همکاریو د غوښتوونکي، ساتوونکي او عملي کوونکي رول لوبولی. دغه هېواد له څه باندې ۱۶۰ هېوادونو او سيمو سره د ټېکنالوژۍ همکاريزې اړيکې ټينګې او د اړوندو حکومتي همکاريو ۱۱۶ تړونونه يې لاسليک کړي دي. چين د علم او ټېکنالوژۍ په وسيله د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د وبا د وقايې او مخنيوي، د بيولوژيکي تنوع د خونديتوب، له اقتليمي بدلون سره د مبارزې او پاکې انژدۍ په برخو کې له زياتو هېوادونو سره همکارۍ کړې. چين د يو کمربند او يوې لارې د ټکنالوژيک نوښت عملي پلان تطبيق کړی، په برېکس هېوادونو کې يې د واکسين د څېړنې او توليد د مرکزونو په جوړولو پيل کړی، د پرمختيايي هېوادونو همکاريز مرکز ته د ټېکنالوژۍ د انتقال لپاره يې هڅې کړې او د بيا کارېدونکې انرژۍ د ټېکنالوژۍ د انتقال نمونوي پروژه يې پلې کړې.

بر سېره پر دې، چين نورو زياتو هېوادونو او خلکو ته د ټېکنالوژيکي نوښت د ګټو رسولو لپاره ډېرې هڅې کړې. د چين او لاووس ترمنځ د اوسپنيزې لارې د جوړېدو له کليزې راهيسې پر دې لارې د مسافرو او مالونو تګ راتګ ډېر ښه او سمسور شوی او د لارې په اوږدو کې پرتو خلکو ترې رښتينې ګټې اخيستې دي. چين د پيوند شويو شولو په برخه کې د څه باندې ۸۰ پرمختيايي هېوادونو لپاره له ۱۴ زرو زيات مسلکي وګړي روزلي او د ځايي حبوباتو د توليدي اندازې د لوړوالي لپاره يې خدمتونه کړي دي. چين د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو پر مخ خپل فضايي سټېشن پرانيستی او د ۱۷ هېوادونو او ۲۳ ډلو ۹ پروژې يې د خپل فضايي سټېشن د علمي ازموينو د پروژو په لومړي لېست کې شامل کړی. چين په فعاله توګه له نړۍ سره د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت ګټې شريکې کړي.

د نوښت لپاره همغږي، همکاري او ورخلاصون د نه متقابل جريان دی. د ساينس او ټېکنالوژۍ لاسته راوړنې بايد ټولو انسانو ته ګټې ورسوي، نه د نورو هېوادونو د پرمختګ د مخنيوي او محدودولو وسيله. یو کم شمېر هېوادونه د ساينس او ټېکنالوژۍ د ظالم او د همکاريزو اړيکو د پرېکون په هڅه کې دي او د صنعت او عرضې نړيوال ځنځير ته يې خطرونه رسولي. د ساينس د نړيوالې شورا د غړو عمومي غونډه په دې وروستيو کې په پاريس کې تر سره شوه او د غونډې سلو ګډونوالو ساينسپوهانو غوښتنه وکړه، چې علمي ټولنه بايد لاس يو کړي او د ساينس او ټېکنالوزۍ د ورخلاصون، اعتماد او همکاريو او د انسانانو د ګډ او دواملرونکي پرمختګ لپاره دې هڅې کړي.