د چين د باو جي او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو نوبتي تګ راتګ پيل شوی
CMG2023/05/28 15:05:57
شريکول:

د چين او اروپا ترمنځ بار وړونکی اورګاډی X9041 ، چې ۵۰ کانټينرونه لېږدولی شي، د مې په ۲۷مه نېټه د چين د شاان شي ولايت له باو جي ښار څخه د قزاقستان التينکول سټېشن په لوري حرکت کړی. دا د دې مانا لري چې د چين د باو جي او د منځنۍ اسيا  د پنځو هېوادونو ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو نوبتي تګ راتګ پيل شوی. دا د چين ـ منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو د سرمشريزې له پای ته رسېدو وروسته د چين او اروپا ترمنځ لومړی بار وړونکی اورګاډۍ دی، چې له باو جي څخه منځنۍ اسيا او ورپسې اروپا ته حرکت کوي. دغه پټلۍ به د شاان شي ولایت او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ د زياتوالي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره فعال خدمت وکړي.

ياد اورګاډی د شاان شي ولايت څخه حرکت کړی، د شينجيانګ د خورګوس بندر له لارې به تېر شي او ۷ ورځې وروسته به د قزاقستان التينکول ته ورسېږي. ټوله لار ۳۱۰۰ کيلومتره لري او په دې اورګاډي کې د بارونو عمومي ارزښت ۲ میليونو، ۶۷۶ زرو او ۴۰۰ ډالرو ته رسېدلی. دغه بارونه به التينکول ته له رسېدو وروسته شاوخوا سيمو ته انتقال شي.