د چين C919 الوتکې په بريالۍ توګه لومړۍ سوداګريزه الوتنه وکړه
CMG2023/05/28 14:47:32
شريکول:

C919 الوتکه د چين د ختيځ هوايي شرکت د MU9191 پرواز د پلي کولو لپاره د مې د ۲۸مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۳۲ دقيقو د شانګهای له هونګ چياو هوايي ډګر څخه هوا ته پورته شوه او په همدې غرمه په خونديتوب د بېجينګ پلازمېنې هوايي ډاګر کې کښته شوه. دغه راز د چين لخوا جوړه شوې C919 الوتکې په بريالۍ توګه خپله سوداګريزه الوتنه تر سره کړې ده.

C919 الوتکه د چين لومړۍ مسافر وړونکې جيټ الوتکه ده، چې د نړيوالو معيارونو مطابق د دغه هېواد له خوا جوړه شوې او د پوهنې ملکيت حق يې هم پر همدغه هېواد پورې اړه لري. د دغه ډول الوتکې د څېړنې او جوړونې پروژه په ۲۰۰۷م کال کې پيل شوه. دغې الوتکې په ۲۰۱۷م کال کې د لومړي ځل لپاره الوتنه کړې او د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې يې د چين د ملکي هوانوردۍ له ادارې څخه جواز تر لاسه کړی.

د C919 لويې مسافر وړونکې الوتکې برياليتوب د دې نښه بلل کيږي، چې چین په خپلواکه توګه د نړۍ په لومړۍ کچه د لويو مسافر وړونکو الوتکو د جوړولو توان لري او د دغه هېواد د لويو الوتکو د پرمختګ په تاريخ کې يو مهم پړاوييز برياليتوب دی.