د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو په ځايي وخت د مې په ۲۷مه نېټه ويلي، دوی چمتو دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د ټاکل شوي اووه ورځني لنډمهاله اوربند د تمديد په اړه بحث وکړي.
د سوډان د وسله والو ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو استازو د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه د سعودي عربستان په جده ښار کې د اووه ورځني لنډمهاله اوربند هوکړې ته ورسېدل او اوربند به د خرطوم پر وخت د روانې مياشتې د ٢٩مې نېټې د شپې په ۹ بجو ۴۵ دقیقو پای ته ورسېږي. د اوربند د موافقې له نافذیدو راهیسې د سوډان په خرطوم ایالت کې د سختو شخړو وضعیت ډېر ښه شوی دی.
تر اوسه پورې د سوډان وسله والو ځواکونو د دې پړاو اوربند د غځولو په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.