د امريکا د پخواني ملي دفاع وزیر عالي سلاکار: امریکا د اوکراين د بحران له لارې ډېرې ګټې لاسه کوي
CMG2023/05/28 15:06:26
شريکول:

د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو له پېښېدو راهيسې، اوکراين ته د امریکا لخوا د برابر شويو وسلو کچه په دوامدار ډول لوړېږي. له دې امله بېلابېلې خواوې د اوکراين د بحران د لا سختېدو په اړه ډېرې انديښمنې دي. نړيواله ټولنه د سولې غوښتنه کوي او له ډله ييزې مبارزې سره مخالفت کوي او زيات وګړي په دې نظر دي، چې د امريکا دغه کړنې د اوکراين د بحران د حل لپاره ګټورې نه دي.

د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې له سختېدو وروسته، د امريکا ګڼ شمېر پوځي فابريکو خپلې توليدي اندازې لوړې کړې. د امريکا د پخواني ملي دفاع وزیر عالي سلاکار دوګلاس مک ګريګور ويلي، چې امریکا د اوکراين د بحران له لارې ډېرې ګټې تر لاسه کوي. امریکا د اوکراين د ځواکونو لپاره د وسلو د توليدولو او انتقال او د دې هېواد لپاره د عسکرانو د روزنې له بهيره ګټې تر لاسه کولی شي.

د امريکا اې پي اژانس د سروي له مخې، د سږکال تر جنورۍ پورې، اوکراين ته د وسلو له انتقال څخه د امريکايانو د ملاتړ اندازه له ۵۰ سلنې څخه ټيټه شوې ده.