د چین د مالیې وزارت: د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د دولتي تصدیو ټوله ګټه ۱۴۳۸،۸۱ ميلیارډو یوانو ته رسېدلې
CMG2023/05/28 10:33:09
شريکول:

د چین د مالیې وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د چین د دولتي تصدیو اقتصادي فعالیت په ښه حالت کې دی او د ګټو عمده شاخصونويې وده ساتلې ده.

د روان کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د چین د دولتي تصديو عمومي عايدات ۲۶۲۲۸،۱۹ ميليارډو يوانو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷،۱ سلنه زيات شوي دي. د عمومي ګټې له نظره، د جنورۍ څخه تر اپرېل پورې، د چین د دولتي تصديو ټوله ګټه ۱۴۳۸،۸۱ ميليارډو يوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵،۱ سلنه زياتوالی لري.