د ترکيې د ټاکنو عالي کمېټې رئيس احمد يينر د مې د ۲۸ مې نېټې په شپه په ا نقره کې اعلان وکړ، چې رجب طيب اردوغان د ولسمشریزو ټاکنو په دويم پړاو کې بريالی شوی او د يوې بلې دورې لپاره د دغه هېواد ولسمشر شو.
احمد يينر ويلي، د رايګيرۍ د نتايجو له مخې اردوغان ٪ ۵۲.۱۴ رايې ګټلې دي ، خو د هغه سيال کمال کليچدار اوغلو چې د قومي اتحاديې ګوند کانديد دی، ٪ ۴۷.۸۶ رايې خپلې کړې دي.