C919 الوتکه د چين د ختيځ هوايي شرکت د MU9191 پرواز د پلي کولو لپاره د مې د ۲۸مې نېټې په سهار د شانګهای له هونګ چياو هوايي ډګر څخه هوا ته پورته شوه او په همدې غرمه په خوندي توګه د بېجينګ پلازمېنې هوايي ډاګر کې کښته شوه. د مې له ۲۹مې نېټې څخه، C919 الوتکه به د شانګهای له هونګ چياو هوايي ډګر څخه د چنګ دو تيان فو هوايي ډګر پورې په نوبتي سوداګريز پرواز کې وکارول شي.
△ د ۲۰۲۳م کال د مې د ۲۸مې نېټې په سهار، C919 الوتکه د شانګهای له هونګ چياو هوايي ډګر څخه هوا ته پورته شوه.
د C919 الوتکې د پرمختګ لار:
د ۲۰۱۵م کال د نومبر په ۲مه نېټه، لومړۍ C919 الوتکه د شانګهای په پو دونګ اډه کې بشپړه جوړه شوه.
د ۲۰۱۷م کال د مې په ۵مه نېټه، C919 الوتکې په شانګهای کې د لومړي ځل لپاره الوتنه وکړه.
د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په ۲۹مه نېټه، C919 الوتکې د چين د ملکي هوانوردۍ له ادارې څخه د ډول جواز(Type Certificate) تر لاسه کړ.
د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۲۹مه نېټه، C919 الوتکې د چين د ملکي هوانوردۍ له ادارې څخه د توليد جواز تر لاسه کړ.
د ۲۰۲۲م کال د دسمبر په ۹مه نېټه، په نړۍ کې لومړۍ C919 الوتکه د چين ختيځ هوايي شرکت ته ور سپارل شوې.
د ۲۰۲۲م کال د دسمبر له ۲۶مې نېټې څخه د ۲۰۲۳م کال تر فبرورۍ پورې، د چين ختيځ هوايي شرکت د نړۍ د لومړۍ C919 الوتکې له عمومي ۱۰۰ ساعتونو څخه زيات د ازموينې الوتنې تر سره کړې او په بشپړ ډول د C919 الوتکې د سوداګريز پرواز لپاره د ختيځ هوايي شرکت د بېلابېلو سيستمونو چمتوالی څارولی.