د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر د خبر له مخې، شن جو ۱۶مه انسان وړونکې فضايي بېړۍ به پر ځايي وخت د مې د ۳۰مې نېټې په سهار ۹بجې ۳۱دقيقه وتوغول شي.
د شن جو ۱۶ مې انسان وړونکې فضايي بيړۍ د ستورمزلو ډلې قومندان جينګ های پنګ، د فضانوردۍ چارو انجنير جو يانګ جو او د فضايي ازموينې کارپوه ګوی های چاو به ياده دنده پر غاړه ولري. دا به د درېيمې ډلې ستورمزلو لومړۍ فضايي دنده وي.
دغه دري ستورمزلي به د مې په ۳۰مه نېټه د فضايي سټېشن د کارونې او پرمختګ په پړاو کې د انسان وړونکې الوتنې لومړۍ دنده تر سره کړي.