د چين د رېل پټليو ملي ادارې تازه شمېره ښيي، چې په ۲۰۲۲م کال کې په دغه هېواد کې د اورګاډو په وسيله د ليږدول شوو مسافرينو شمېر له یو مليارډ او ۶۷۳ ميليونو تنو څخه او د ليږدول شوو مالونو وزن له ۴ مليارډو او ۹۸۴ ميليونو ټنو اوښتی چې د وړم کال په پرتله ٪ ۴.۴ زياتوالی ښيي.
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې په چين کې د اورګاډو په برخه کې د ۷۱۰ مليارډو او ۹۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت پانګونې اچول شوې او په دې سره ۴۱۰۰ کيلومتره نوې پټلۍ ګټې اخيستنې ته سپارل شوې چې ۲۰۸۲ کیلومټره د ګړندي اورګاډو پټلۍ پکې شاملې دي.