د چین سفیر: د هنرې کیسنګر هوښیاري د چین او امریکا ترمنځ اړیکو ټينګښت لپاره ارزښت لري
CMG2023/05/29 15:14:10
شريکول:

د امریکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر هنرې کیسنګر په دې وروستیو کې د زوکړې ورځې سلمه کلیزه ونمانځله. په امریکا کې د چین نوي سفیر شیې فنګ له کیسنګر سره وکتل او هغه ته يې د سلمې کلیزې مبارکي وویله. له دې څخه ښکاري، چې چین خپل دغه دایمي ملګري ته په ډېر احترام قایل دی او ستاینه يې کوي.

سپین ږیري کیسنګر په ۱۹۷۱م کال کې چین ته پټ سفر وکړ او دا د ده د بهرنیو چارو وزیر په دوران کې یو ستر اهمیت لرونکی کار ګڼل کېږي. کیسنګر په همدغه سفر کې د چین او امریکې له مشرانو سره د دواړو هېوادونو اړیکو د عادي کېدو لپاره مهم ګام پورته کړ، د چین، امریکا او نړۍ پر اړیکو د دې ګام اغېزه لا هم شتون لري.

چین له تېرو څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې د امریکې په اړه خپلې تګلارې ثابتې ساتلې، خو امریکا په وروستیو کلونو کې د ناسمې پېژندنې له امله چین خپل مهم سیال او ګواښ ګڼي، په دې سره د امریکې او چین ترمنځ اړیکې له عادي حالته وتلې او دې کار پر نړیوالو اړیکو هم منفي اغېزه کړې ده.

د امریکې ټایمز مجلې څو ورځې مخکې د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، په اوسنۍ څواړخیزه نړۍ کې، د ښاغلي کیسنګر اغېزناکه رویه تر پخوا ډېره مهمه ده.

ویل کېږي چې اوس د چین او امریکې اړیکې له بنون سره مخ شوې، د سپینې مانۍ سیاستوال باید د ښاغلي کیسنګر د بهرنیو چارو د وخت هوښيارې تجربې زده کړي.

‍لومړی، د امریکې سیاستوال باید په عملي او عاقلانه توګه د خپل هېواد ګټې وساتي.

هماغه شان چې ښاغلي کیسنګر مخکې امریکا ته د دغه هېواد او چین ترمنځ د اړیکو ټينګښت له لارې ګټې رسولې دي.

 ولې کیسنګر په عین وخت کې د چین ملګری هم دی؟ دا چې هغه د نړیوالو اړیکو د بدلون حالت په پېژندلو سره عاقلانه او عملي بهرنۍ تګلاره غوره کړې، نو هغه له چین سره د همکارۍ او تبادلې دريځ غوره کړی او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ يې خپلمنځي اړیکې ټينګې کړې وې. د ده په اند، دغه شان تګلارې د امریکې له ګټو سره سمون لري.

خو د واشینګټن ځينې سیاستوال اوس د امریکې له څو ملګرو سره ډلګۍ جوړه کړې او له نورو هېوادونو سره يې تقابل او مقابلې ته لومړیتوب ورکړی. ښاغلي کیسنګر په دې ډېره اندېښنه لري، هغه څو ورځې مخکې له والسټریټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، امریکا په بهرنيو تګلارو کې خپله رویه عادلانه ګڼي، خو نور هېوادونه دا نه مني.

د امریکې سیاستوال باید په دې پوه شي چې د خپل هېواد ګټو د ساتلو لپاره باید چین خپل دښمن ونه ګڼي او د دغه هېواد مخه دې ونه نیول شي.

ښاغلی کیسنګر په دې برخه کې ځان نمونه ګرځولی دی.

دوهم، د امریکې سیاستوال باید بهرنۍ چارې او چلند مسلکي کړي. ځيني سیاستوال اوس د دغه هېواد بهرنۍ ستراتیژي د کورني ګوندي سیالۍ او شخصي سیاسي ګټو لپاره د وسلې په توګه کاروي. په دې سره په بهرنیو چارو کې عاقلانه او عملي رویه کمزورې شوې ده.

برسیره پر دې، د امریکې سیاستوال باید د اوږد لید په لرلو سره په عادلانه توګه بهرنۍ ستراتيژي جوړه کړي. ښاغلي کیسنګر څو ځلې په اشارې ويلي، چې د چین او امریکې اړیکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې دي او د نړۍ د سولې او سمسورتیا لپاره ستر اهمیت لري. که دواړه هېوادونه سړه جګړه پيل کړي، نو نړۍ به له سخت ناورین سره مخ کړي.

چین دا وړاندیز کړی چې دغه هېواد او امریکا باید یو د بل متقابل درناوی وکړي، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ وکړي. دا نه یوازې په تېرو څه باندې ۵۰ کلونو کې راغونډې شوې تجربې دي، بلکې د دواړو هېوادونو د اړیکو ټينګښت سمه لار ده.