د چين د انسان وړونکو فضايي چارو د انجينرۍ دفتر مرستيال لين شي چيانګ د مې په ۲۹ مه د دغه هېواد د شنجو-۱۶ فضايي بېړۍ د توغولو د دندې په اړه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين موخه ټاکلې چې ستورمزلي به يې له ۲۰۳۰م کال مخکې د سپوږمۍ د علمي څېړنې لپاره په لومړي ځل همدې کرې ته وخېږي او دغې دندې ته يې د تيارۍ چارې پيل کړې دي.
د معلوماتو له مخې، نوموړي دفتر د يادې دندې لپاره د اړوندو چارو سپارښتنې کړې، چې د راکیټ، انسان وړونکې فضايي بېړۍ، سپوږمۍ ته د ختلو الاتو، د ستورمزلو د ځانګړو جامو او د فضايي بېړۍ د توغولو تاسيساتو د جاوړولو کارونه هم پکې شامل دي.