د روسیې پر بيلګوروډي ايالت د بريد له امله يو تن وژل شوی او ۳تنه ټپيان دي
CMG2023/05/29 11:07:34
شريکول:

د روسیې د بيلګوروډي ايالت والي ګلاډکوف د مې په ۲۷مه نېټه وويل، چې د دغه ايالت پر شيبيکيڼو سيمه په همدې ورځ د اوکراين لخوا بريد شوی، چې له امله يې يو تن وژل شوی او ۳تنه ټپيان دي.

د روانې مياشتې په ۲۲او ۲۳مه نېټه د بيلګوروډي ايالت په پر له پسي ډول د وسله والو کسانو او بې پيلوټه الوتکو له بريدونو سره مخامخ و. د روسیې په اند، دغه بريدونه د اوکراين لخوا تر سره شوي، خو اوکراين دا خبره رد کړې او ويلي يې دي، چې دا بريدونه د روسیې د حکومت ضد د وسله والو ډلو لخوا شوي.

د اوکراين د بحران له پيل راهيسې، د روسیې د بيلګوروډي په شمول سرحدي ايالتونه کله کله تر بريدونو لاندې راغلي دي.