د امريکا سپينه ماڼۍ او جمهوري غوښتونکی ګوند د قرضونو د حد زياتېدو په اړه ابتدايي توافق ته رسېدلي
CMG2023/05/29 11:06:58
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو باډين او د دغه هېواد د استازيو مجلس مشر او جمهوري غوښتونکي غړي کيوين مک کارسي د مې د ۲۷مې نېټې په ماښام په جلا جلا توګه اعلان کړی، چې د فدرالي حکومت د قرضونو د حد زياتېدو او د بوديجې په هکله ابتدايي ګډې موافقې ته رسيدلي دي. اټکل کېږي، چې د اړوند توافق مسوده د رايګيرۍ لپاره کانګرس ته وړاندې شي.

بايډن په همدې ورځ ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ياد مهم ګام د دواړو خواوو تر منځ د همغږۍ د شتون څرګندوی دی. هغه د مې د ۲۸مې نېټې په ماښام خبري رسنيو ته وويل، چې د د قرضونو د حد زياتېدو په هکله ډيموکراتيک او جمهوري غوښتونکي ګوندونه نهايي توافق مسوده پارلمان ته وړاندې شوې ده.

د امريکا مالي وزيرې جانيټ يليڼ د مې په ۲۶مه نېټه څرګنده کړه، چې که کانګرس د قرضونو حد لوړ نه کړي، ښايي چې د جون تر ۵مې نېټې پورې به د ماليې وزارت پيسي له کمبود سره مخ وي.